
د ایکنا د راپور له مخې، چې د «مرآة البحرین» له قوله خپور شوی، په دغو نیونو کې مشهور دیني شخصیتونه او د سترو دیني مراجعو بچیان شامل وو، چې له امله ئې Al-Wefaq National Islamic Society د هغو طرحو په اړه خبرداری ورکړی چې د مذهبي توپیرونو پر بنسټ شیعه مذهبي ټولنه په نښه کوي.
څو ورځې وړاندې د الوفاق اسلامي ټولنې مشرانو ویلي وو، هغه څه چې د ۲۰۲۶ کال د مې په ۶ د کورنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي، د فرقهییزو دلایلو پر بنسټ یو امنیتي کمپاین ښئي، او له بحریني حکومته ئې غوښتي وو چې ژر تر ژره د جعفري مذهب د پیروانو پر ضد ټول پلان شوي اقدامات ودروي.
دې ټولنې په هغې اعلامیه کې چې د کورنیو چارو وزارت د بیان په غبرګون کې ئې خپره کړې، ویلي چې د کورنیو چارو د وزارت اعلامیه له داسې تورونو او خیالي ادعاګانو ډکه ده چې پر فرقهییزو او تاریخي بنسټونو ولاړې دي، او دا د یوه ژور وجودي بحران څرګندونه کوي چې د امنیتي تګلارې ځانګړتیا لري
تر دې مخکې، الوفاق اسلامي ټولنې د ۶۹ بحریني ښاریزو د تابعیت لغوه کول غندلي وو،چې په هغوی کې دیني عالمان، نوحهخوانان، هنري او ټولنیز شخصیتونه، ښځې، نارینه او حتی ماشومان شامل وو. پر دغو کسانو د ایران سره د خواخوږۍ تور لګول شوی و.
ددغې ټولنې په اعلامیې کې څرګنده شوې ، چې دا اقدام څو ورځې وروسته له دې ترسره شوی چې د بحرین پاچا امر وکړ چې وڅېړل شي څوک د تابعیت مستحق دي، او د «خیانت» پر ضد دې ژر اقدامات پیل شي. ټولنې ویلي، دا پرېکړې د اغېزمنو کسانو له څېړنې پرته او د قضایي صلاحیت له چوکاټه بهر شوې دي.
الوفاق غورځنګ په خپل بیان کې ټینګار کړی، چې د بحرین آل خلیفه رژیم د ماشومانو، نوو زېږېدلو او ښځو تابعیت یوازې د دې لپاره لغوه کړی چې هغوی د شیعه پلارونو اولادونه دي. د دوی په وینا، دا چاره د بشپړو کورنیو د احوال له ثبت څخه ایستل دي او د ټولې کورنۍ لپاره اخلاقي او مدني اعدام ګڼل کېږي.
دې ټولنې دغه خپلسری پرېکړه، چې مذهبي، هنري او مسلکي مخورې کورنۍ یې په نښه کړې دي، په کلکه وغندله او ویې ویل چې دا اقدامات د اساسي قانون خلاف، غیرقانوني او غیرانساني دي، او د نړیوالو تړونونو په وړاندې د بحرین له ژمنو سره په ټکر کې دي. د دوی په وینا، دا اقدامات به په هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو د لا زیاتېدو لامل شي.
https://iqna.ir/fa/news/4351769